کندهار کې د ۳ مهم قوماندانانو په ګډون ۵۲ طالب وسلوال وژل شوي

0
129

ویب ډیسک

ملي دفاع وزارت وایي چې تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې طالبان په نښه کړل .

چې په پایله کې د طالبانو د ۳ مهم قوماندانانو د ارزګان ولایت لپاره د لایزري قطعې قوماندان”شکیب” او ۲ نور دهلمند ولایت کجکي ولسوالۍ لپاره لایزري قطعې د یاسر شبکې پورې اړوند په ګډون، ۵۲ ترهګر ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.

همدا راز د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

خو طالبانو تر دا مهال په دې اړه څه نه دی ویلي