یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو:امریکایي ځواکونو پوځي اډې د امنیتي ګواښونو څخه خوندي ساتلې

طالبانو:امریکایي ځواکونو پوځي اډې د امنیتي ګواښونو څخه خوندي ساتلې

ویب ډیسک
رویټرز خبري اژانس وایي، طالبانو د دوحې توافقنامې پراساس،په تیر یوه کال کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پوځي اډې د امنیتي ګواښونو څخه خوندي ساتلې پداسې حال کې چې پر افغان ځواکونو يې بريدونو ته زور ورکړی و.

درېیو لویدیځو چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي،چې د طالبانو لخوا د امریکایي پوځي اډو خوندي ساتلو دغه موضوع د دوحې توافقنامې په محرمه ضمیمه کې، چې د طالبانو محافظت کړۍ نوم ورکړل شوی دی ذکر شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان ځایي رسنۍ داسې خبر خپور کړ،چې د دوحې توافقنامه څو ضمایم هم لري،خو هغه مهال طالبانو دغه موضوع رد کړه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه