یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشیر خان څوک و؟

شیر خان څوک و؟

لیک: ډاکټر لطیف یاد
شیر محمد خان نا شر په اصل کې دخروټو دقام مشهور مشر تیرشوی دی چې نوموړی په شیر خان سره شهرت درلود. کله چې نادرخان دسقاو دزوي پر خلاف جنګیده نود شیر خان ولسي لښکرو هم دهیواد په شمال کې دسقاو په راپرزولو او دنادرخان په ملا تړ سقاوي لښکرې وځپلې او دتاجکستان هیواد تر پولو پورې یې ځایونه په خپله ولکه کې راوستل. هماغه و چې نادرخان دیوه فرمان له مخې په ۱۳۰۹ لمریز کا ل کې شیرخان دقطغن او بدخشان والي وټا که . په پخوانیو وختونو کې قطغن د بغلان ، کندز او تخارولا یتونو ته ویل کیده .

دشیرخان کورنۍ او په تیره بیا دهغه وراره غلام سرور ناشر دکندز ولایت په ودانولو او پر مختګ کې لویه ونډه واخیستله . ددغې کورنۍ په هڅواو هلو ځلو سره په کندز کې دسپين زر شرکت او کارخانه جوړه شوه چې دمالوچو ، زغرو ، پنبه دانې او غوړیو تولیدات یې درلودل او ډیر شمیر کارګرو ته د کار زمینه برابره شوه . همداراز دشیرخان بندر ، دکندز موزیم ، دکندز سینما او دکندز دسپین زر هو ټل هم ددوی په هلو ځلو سره جوړ شول . ده په کندز کې دښوونځیو او روغتونونو په جوړولو کې هم زیا ت کو ښښونه وکړل . دافغا نستان حکومت دشیر خان دخدمتونو په بدل کې دافغا نستان او دتا جیکستان تر منځ سر حدي پوله دشیر خان بندر په نامه ونوموله.

په پخوا وختونو کې یو متل و: که مرګ غواړې کندز ته لاړشه!
خو د شیرخان له برکته کندز ډیر پر مختګ وکړاو کندز د تمدن ، پرمختک ، کرنې ، صنعت او ښکلا په ښار بدل شو
باید زیاته کړم چې دافغا نستان نامتو سندر غاړي فرهاد دریا هم په همدې کورنۍ پورې اړه لري .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه