یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچین:افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام په اړه د هېواد بهرنیو...

چین:افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام په اړه د هېواد بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ

ویب ډیسک

کابل – بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر د چین د خلکو جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر، وانګ یی سره خبرې وکړې. د دې اړيکې په ترڅ کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې بهیر، له کروناويروس او د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډه مبارزې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو پیاوړتیا او په افغانستان کې د سولې او د سیمې هیوادونو د سوکالی په اړه خبرې وکړې.

د هېواد بهرنیو چارو وزیر د افغانستان سولې په بهیر کې د چین د هر اړخیزو همکاریو، په ځانګړي ډول په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د تأمین او د دایمي اوربند د رامنځته کولو په اړه د افغانستان له دريځ څخه د ملاتړ لپاره ستاینه وکړه او په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو پراخول د اهميت وړ وبلل. ښاغلي اتمر له کورونا ویروس سره په مبارزه کې له افغانستان سره د چین له مرستو څخه هم قدرداني وکړه.

ښاغلي وانګ د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان روغتيا سکتور لپاره د کورونا واکسین او د طبي لابراتوار تجهیزاتو د چمتو کولو سربېره، د زیربناوو او ښاري ترانسپورت د تقویه کولو لپاره د ماشینونو په چمتو کولو کې له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام په اړه د هېواد بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ. ښاغلي وانګ زياته کړه چې د چین خلکو جمهوریت به په افغانستان کې د تلپاتې سولې رامنځته کولو لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د خبرو په ترڅ کې، په هېواد کې د سولې د تأمین او د سیمه‌ایزې اجماع د پیاوړي کولو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو پر پراختیا، په نږدې راتلونکي کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه ناسته هم تر بحث لاندې ونیول شوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه