ویب ډیسک
د ولسمشر مرستیال امرالله صالح وایي،هغه کسان به ونیول شي چې پنجشیر ولایت ته یې د کوچیانو او د هغوی د رمو د ورتګ مخه نیولې ده.
امرالله صالح ویلي د پنجشیر ولایت امنیه قوماندانۍ ته یې امر کړی،چې د ده په ټکو هغه اوباشان ونیسي چې دې ولایت ته یې د کوچیانو د رمو د ورتګ مخه نیولې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې،چې یوشمېر غیر مسوول وسله وال دې ولایت ته د کوچیانو او د هغوی د یوې رمې د ورتګ مخه نیسي او اجازه نه ورکوي چې پنجشیر ته داخل شي.


