دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیونیسف:موږ هڅه کوؤ چې په افغانستان کې د اکسیجن د تولید دستګاه...

یونیسف:موږ هڅه کوؤ چې په افغانستان کې د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ د برابرولو پروسه ګړندۍ کړو

پښتو جرنل

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن په افغانستان کې د یونیسف ادارې د استازي له مرستیالې مېرمن الیس اکونګا سره وکتل.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، له مېرمن اکونګا سره د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ د پېرودلو د ځنډني کېدو په اړه خبرې وکړې او له هغې یې وغوښتل په اوسني حالت کې د اکسیجن دستګاه وؤ د برابرولو پروسه چې د روغتیا سکتور یوه مهمه اړتیا ده ګړندۍ کړي.

ډاکتر مجروح، د کورونا ویروس درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت پر اړینو اقداماتو باندې ټینګار وکړ او د یونیسف ادارې څخه یې د غیر کورونایي روغتیایي مرکزونو د تجهیز برخه کې د دونرانو د ملاتړ ترلاسه کولو، د ځوانانو لپاره د کورونا واکسین برابرول او د کورونا برخه کې په هېواد کې د عامه پوهاوي پروګرام د پیاوړي کولو برخه کې د مرستې غوښتونکی شو.

هغه همدارنګه وویل: چې د روغتیایي موضوعاتو په اړه د رسنیو لخوا د عامه پوهاوي تولید شوي ویډیو کلپونه خورا ګران تمامېږي او موږ پلان لرو چې په وزارت کې دننه یوه سټډیو جوړه کړو ترڅو د ویډیو کلپونو د چمتو کولو برخه کې لګښت راکم کړو، چې په دې برخه کې موږ د یونیسف ادارې مالي ملاتړ ته اړتیا لرو.

له بلې خوا، میرمن الیس اکونګا د عامې روغتیا وزارت مشرتابه سره د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ تدارکاتي ننګونې شریکې کړې او وویل: موږ هڅه کوؤ چې په افغانستان کې د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ د برابرولو پروسه ګړندۍ کړو.

اغلې اکونګا د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولوته وده ورکولو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه د هڅو ستاینه وکړه او د روغتیا سکتور سره یې د یونیسف ادارې پر همکارۍ ټینګار وکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه