یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحامد کرزی:افغانستان خلک دایمي اوربند او تل پاتي سوله غواړي

حامد کرزی:افغانستان خلک دایمي اوربند او تل پاتي سوله غواړي

ویب ډیسک
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی په یوه مطبوعاتی اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د رنځېدلو خلکو لپاره چي هره ورځ د درد او مرگ سره مخ دي درې ورځنی اوربند هم د آرام سا اخیستو یو ښه فرصت بولي او هرکلی یې کوي.

پخوانی جمهور رئیس زیاتوي:” د افغانستان خلک دایمي اوربند او تل پاتي سوله غواړي او دا يي طبیعی حق دی. پر افغاني ښکېلو خواوو ږغ کوم چي له دې پردۍ جگړې لاس واخلي او د خپل هیواد او خلکو سره د ریښتیني میني پر اساس او اسلامي او

انساني ارزښتونو ته د درناوي لپاره دا اوربند دائمي کړي او خپلې ټولي هڅي د سولي د خبرو پر بیا پیل او کامیابولو متمرکزې کړي. خداي تعالي دي د ګران هیواد درديدلی ولس ژر تر ژره تل پاتي سولي ته ورسوي .”

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه