دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهغني:طالبان د اوسني ناورین د سوله ییز او اساسي حل اراده نه...

غني:طالبان د اوسني ناورین د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري

ویب ډیسک

ارګ نه خپره شوې یوې مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو ډلې د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د موټر بم چاودنه کې د کانکور ازموینې د زده کوونکو په ګډون زموږ یو شمېر بې ګناه هیوادوال د روژه ماتي پرمهال شهیدان او ټپیان کړل.

جمهور رئیس غني د دغه تروریستي برید د سخت غندلو پرمهال وویل، طالبان حتی په مبارکه روژه کې چې د رحمت او مغفرت میاشت ده زموږ د بې ګناه هیوادوالو له وژلو او د عام المنفعه تاسیساتو له ویجاړولو لاس نه اخلي. طالبان د افغان وژنې له امله د خدای تعالی او افغان ملت پر وړاندې مسوول دي.

جمهوررئیس وویل، طالبانو د خلکو پر وړاندې نامشروع جنګ او تاوتریخوالي ته په دوام ورکولو سره یو وار بیا وښوده چې نه یوازې د اوسني ناورین د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت پېچلي کولو سره د سولې برابر شوی فرصت ضایع کوي.

جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي او اړوندو مسوولینو ته یې د ټپیانو د درملنې او د قربانیانو کورنیو ته د رسیدګي لازمې لارښوونې وکړې. زړورو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې دستور ورکړ چې د طالبانو دا بشري جنایت بې ځوابه پرېنږدي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه