ویب ډیسک
د لوبو پر مهال روژه نيول ستونزمنه وي او ډير وخت يې د مسلمانو لوبغاړو له لوري خوړل په مسلمانو هيوادونو کې بحثونه را پاروي.
دا چې د آی پي ايل لوبې ډيری وخت د شپې وي نو په سن رايزرز حيدراباد لوبډله کې د افغان لوبغاړو راشد، مجيب او نبي تر څنګ د هند خليل احمد هم روژې نيسي.
تازه افغان لوبغاړي راشد خان پخپل انسټګرام ويډيو نشر کړی چې پکې ليدل کيږي د حيدراباد لوبډلې کپتان ډيويډ وارنر او لوبغاړی کين ويليمسن هم له هغوی سره د روژه ماتي په انتظار دي.
د راشد د دې پوښتنې په ځواب کې چې له روژې نيولو سره څنګه دی، ډيويډ وارنر وايي” ښه يم خو سخت تږی او وږی يم”. راشد بيا له ويليمسن څخه د روژې نيولو په اړه پوښتي چې احساس يې څنګه دی، هغه وايي “بيخي ښه يم، مننه”.
ياده دې وي چې افغان لوبغاړو په بهرنيو ليګونو کې د لوبيدو سره نه يوازې دا چې خپل نوم روښانه کړی بلکې ورسره يې د هيواد د کلتور، عنعناتو او اسلامي مقدساتو ښه استازيتوب هم کړی دي.


