ویب ډیسک
د شاهي کانال د لومړي فاز چارې په چټکۍ روانې دي. د دې کانال په بشپړېدو سره به، د هغه په مسیر کې نېږدې ۵ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي. د دغه کانال اوږدوالی چې د الینګار ولسوالۍ له سندورا کلي نه د مرکز مهترلام د سلطان غازي بابا ښارګوټي تر سپروواش کلي پورې جوړېږي، ۳۰ کلیومتره ته رسېږي.
د اوبو د لویو او متوسطو بندونو د جوړولو ترڅنګ، د کرنیزو ځمکو د اوبولګولو سیستم د عصري کېدو او کرنیزو محصولاتو زیاتولو په موخه، په هېواد کې د کانالونو او سربندونو جوړول، د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي او په دې برخه کې د مسوولو بنسټونو لخوا جدي ژمنه، شتون لري.
د لغمان شاهي کانال تر څنګ، په هېواد کې د ۸ لویو کانالونو او سربندونو( عبدالرحیم زی کانال، نهر شاهي کانال، زمان آباد کانال، ګذرې کانال، کوهستان کانال سنګ سر سربند او کانال، آقچه خاتون کانال، کارېز کانال، چم تپې کانال) په ګډون د کانالونو اوسربندونو د ۳۹ پروژو چارې روانې دي.


