یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشهباز شریف له مسعود پزشکیان سره خبرې کړې

شهباز شریف له مسعود پزشکیان سره خبرې کړې

 

د پاکستان لومړي وزیر په ایکس پاڼه پيغام خپور کړی او ویلي يي دي چې ما نن ماښام د ایران له ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان سره د سیمې د بدلېدونکي حالت په اړه تاوده او رغنده خبرې وکړې.
ما د ایران د ګډون ستاینه وکړه، چې پکې اسلام‌اباد ته د تاریخي خبرو لپاره د لوړپوړي پلاوي راتګ او په تهران کې له فیلډ مارشال سید عاصم منیر سره وروستۍ لیدنې هم شاملې وې.
ما د سعودي عربستان، قطر او ترکیې له مشرانو سره د خپلو وروستیو اړیکو او لیدنو ځینې مهم ټکي هم ورسره شریک کړل.
ما هغه ته ډاډ ورکړ چې د ملګرو او شریکانو په ملاتړ، پاکستان د تلپاتې سولې او سیمه‌ییز ثبات لپاره د یوه رښتیني او مخلص منځګړي په توګه خپل رول ته په بشپړه توګه ژمن دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه