دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه ډیجیټلي ډګر کې د جنسیتي برابرۍ برنامه، پرانیستل شوه

په ډیجیټلي ډګر کې د جنسیتي برابرۍ برنامه، پرانیستل شوه

ویب ډیسک
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د یکشنبې په ورځ د وري په ۲۲مه، د ” EQUALS، په ډیجیټلي ډګر کې د جنسیتي برابرۍ برنامه” تر سرلیک لاندې ناسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې پرانیستله.
د اترا ادارې رییس، عمر منصور انصاري د یادې برنامې د پرانیستنې او تطبیق موخه، انټرنټ ته د لاسرسي لرلو او له هغه څخه د ګټې اخیستنې لپاره د ښځو زده کړې، د ښځو د رهبرۍ مهارتونو زیاتول او د ډیجیټلي څېړنو برخه کې د هغوي پياوړتیا، وبلله.
ټاکل شوې ده، دغه برنامه د اترا ادارې په ملاتړ، د یوې ۶ نفري کمېټې تر نظر لاندې چې ټولې یې ښځې دي، په ټول هېواد کې تطبیق شي.

د دې برنامې په تطبیق سره به د لوستو ښځو شمېر زیات شي او هغوی به د انلاین سوداګرۍ، له کور څخه د کار کولو او سیاسي مسایلو کې د ګډون برخه کې تر پخوا زیاتې فعالې شي.

د لوړو زده کړو وزیر، عباس بصیر، چې په دې برنامه کې یې ګډون کړی وو، وویل، د لوړو زده کړو وزارت، ډیجیټلي سیستم ته د ښځو لاسرسي برخه کې، د پام وړ اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.

هغه زیاته کړه: په ۱۳۹۹ کال کې شاوخوا ۲۱۸۰ ښځې پوهنځیو او د کمپیوټر ساینس ډپارټمنټونو ته شاملې شوي، چې د تېرو کلونو پرتله، د پام وړ زیاتوالی ښيي.
د ښځو چارو وزارت مرستیالې، نظرې رحمان، هم اترا ادارې سره د همکارۍ لپاره د یاد وزارت له چمتوالي په ډاډ ورکولو وویل، چې د ښځو چارو وزارت د خپلو چارو تر سره کولو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ سیستم د رامنځته کولو او له هغه څخه په موثره توګه د ګټې اخیستنې په موخه، پر یوې طرحې کار کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه