دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمود خان اڅکزي: حکومت دې پر هېواد او اساسي قانون رحم وکړي

محمود خان اڅکزي: حکومت دې پر هېواد او اساسي قانون رحم وکړي

محمود خان اڅکزي، له دې وړاندې د پارلمان له مشرانو په درناوي غوښتي وو چې دوی ته د خبرو کولو فرصت ورکړل شي، خو غوښتنه یې له پامه غورځول شوې ده.

د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزي، د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې له دې وړاندې یې د پارلمان له مشرانو په درناوي غوښتي وو چې دوی ته د خبرو کولو فرصت ورکړل شي، خو غوښتنه یې له پامه غورځول شوې ده.

نوموړي وویل، د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر عمران خان ناروغ دی او پر لیدنو یې بندیز لګول شوی، له همدې امله دوی د غونډې د بایکاټ پرېکړه کړې وه. د هغه په خبره، وروسته د حکومتي بنچونو غړو ورڅخه وغوښتل چې د چین یو لوړپوړی پلاوی راغلی او د پاکستان نږدې ملګری هېواد دی، نو په غونډه کې ګډون وکړي، چې دوی هم د همدې غوښتنې له مخې غونډې ته حاضر شول.

اڅکزي زیاته کړه چې په هېواد کې ګراني تر بل هر وخت لوړه شوې، خو حکومت یوازې په نوټسونو او پوښتنو بوخت دی. هغه پر واکمنو غږ وکړ چې پر پاکستان، پارلمان او ولس رحم وکړي او د خلکو اصلي ستونزو ته پام واړوي.

د مخالفو ډلو مشر وویل، هغه ګوند چې پخوا یې د «وټ ته عزت ورکړئ» شعار ورکاوه، اوس د «وټ سپکاوی وکړئ» لاره خپله کړې ده. د ده په وینا، هغه سیاسي ځواک چې د اساسي قانون د جوړولو دعوه کوي، نن هماغه اساسي قانون تر پښو لاندې کوي، حال دا چې د قانون له حاکمیت پرته هېواد نه شي اداره کېدای.

محمود خان اڅکزي د بلوچستان، خیبر پښتونخوا او په ځانګړي ډول لکي مروت امنیتي وضعیت ته په اشارې وویل چې روانې پېښې د اندېښنې وړ دي او هره ورځ د انسانانو وژل کېدل د ټول بشریت د وژنې معنا لري. هغه ټینګار وکړ چې پارلمان د فاتحې او خواخوږۍ لپاره نه، بلکې د ولس د ستونزو د حل لپاره جوړ شوی دی.

نوموړي په پای کې وویل چې د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړل شوی، له همدې امله به د غونډې بایکاټ ته دوام ورکړي او له غونډې څخه به ووځي.

بلخوا راپورونه وایي چې د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د محمود خان اڅکزي د وینا ژوندۍ خپرونه ودرول شوه. ویل کېږي چې د هغه له لومړۍ پارلماني وینا وروسته تر اوسه د نوموړي ټولې ویناوې سانسور شوې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه