دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه کندوز کې دسولې په تړاو د ښځو غوښتنې واورېدل شوې

په کندوز کې دسولې په تړاو د ښځو غوښتنې واورېدل شوې

ویب ډیسک

کندوز – دافغانستان په شمال ختيځ کې په سلګونو ښځو د سولې په اړه خپلې غوښتنې مطرح او خپل غږ يې پورته کړ. ديوناما په ملاتړ دافغان ښځو شبکې انټرنټ ته له لاس رسي او له کوره له بهر کيدو پرته د سولې په اړه د ښځو د غږ اوريدو په موخه کور په کور کمپاين ترسره کړ.

دښځو دحقونو فعالينو په کندوز کې بيلابيلې دروازې وټکولې او په ښار کې يې له خپلو خپلوانو او ګاونډيانو دوه پوښتنې مطرح کړې: ”تاسو ته دسولې بهير څه مانا لري؟ اوتاسو پکې خپل رول څه ډول وينئ؟“

ورکړل شوي نظرونه وروسته په ملي کچه دافغان ښځو له شبکې او په کابل کې د يوناما له دفتر سره شريک شول چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دمذاکراتي ډلې له ښځينه غړو سره شريک شي. په کندوز کې دافغان ښځو شبکې دغه نظرونه له ولايتي مدني ټولنو او د بشري حقونو له مدافع ډلو سره شريک کړل.

دروان ژمي په تيرو دريو مياشتو کې دملګرو ملتونو په ملاتړ هڅو په لړ کې څه باندې ۱۵۰۰ ښځو غږ اوريدل شوی، چې ډيرې يې د کور ميرممې وې او بهر نړی او رسنيو ته يې لاسرسی نه لاره.

په کندوز کې د ښځو شبکې مشرې او يوې کمپاين کونکې مرضيې رستمي وويل چې ددغه کمپاين هدف له داسې ښځو سره ښکيلتيا ده چې معمولا په کورونو کې بوختې دي اوله بهر نړی سره ډيرې اړيکې نلري.

مرضيې رستمي وويل: ” موږ دافغانستان دسولې د روانو خبرو اترو په اړه ددوی انديښنې، ددوی نظرونه اوددوی وړانديزونه واوريدل. زموږ ټينګ باور دی چې د سولې خبرې اترې او بلاخره وروستی تړون بايد د ټولو افغانانو نظرونه منعکس کړي.“

ډيرو هغو ښځو چې مرکې ورسره شوي وې وويل چې دا لومړی ځل دی چې په يوه مهمه ملي مسله ددوی نظرونه غوښتل کيږي.

ځواب ورکونکو ته دا اختيار هم ورکول شوی وو چې خپل نوم ښيي که نه.
د کندوز د دويمې ناحيې اوسيدونکې نسيمه يو ساده پيغام لري. ” موږ سوله غواړو. مذاکره کونکي بايد د جګړې پر درولو موافقه وکړي چې موږ په سوله کې ژوند وکړو.“

يوې بلې ميرمنې شريفې وويل: ”په داسې حال کې چې جګړه روانه وي دسولې په اړه خبرې ګټه نلري. د تاوتريخوالي له پای ته رسيدو او اوربند پرته دسولې په اړه خبرې ارزښت نلري.“

د کونډې مريم لپاره چې ميړه او ماشومان يې دطالبانو لخوا وژل شوي سوله تر غچ اخيستو ډير اهميت لري.”که طالبان تاوتريخوالی ودروي او سوله ومني، زه تياره يم چې دوی وبښم او د خپل ميړه او بچيانو د شهادت له غچ اخيستو تيره شم“

يوشمير نورو مرکه شويو ورته رضايت څرګند کړ او ويې ويل چې دتلپاتې سولې د رامنځ ته کيدو او پرمختګ په بدل کې به بښنې ته ترجيح ورکړي.

په ټول افغانستان کې ډير هيله لري چې د لسيزو جګړه به بلاخره يوه ورځ پای ته ورسيږي. په عين حال کې ډير افغانان دسولې په بحثونو کې د تنوع او هر اړخيزوالي په اړه هم انديښنه څرګندوي. ښځې او ځوانان ويره لري چې په خبرو اترو کې ددوی د استازولۍ تتوالی به په هر ډول وروستۍ موافقه کې ددوی پرحقونو منفي اغيز ولري.

يوناما دسولې دخبرو اترو په ګډون د ټولنيز او اقتصادي ژوند په هره سطحه کې د ښځو دګډون او رهبرۍ ملاتړ کوي.‌

په کندوز کې د يوناما سيمه ييز دفتر د افغان ښځو شبکې په همکارۍ دغه کمپاين تنظيم کړی وو چې په ملي کچه د هغو هڅو يوه برخه ده چې موخه يې دسولې په بهير او خبرو اترو کې د متنوع نظرونو شاملول دي. دلته تمرکز پر هغو ښځو وو چې دښارونو له مرکزونو د ليرې والي، د ټولنيزو ستونزو او يا دسواد د‌کموالي په ګډون دمختلفو دلايلو له کبله څنډې ته پاته شوي. دغه کمپاين د همکارو رسنيو، اورانوس تلويزيون او کندوز راډيو او ددوی د ټولنيزو شبکو پر مټ ترسره او د ښځو غږ دسيمې څه باندې ۲۰۰ زره اوريدونکو او ليدونکو ته ورسول شو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه