دا راپور د انټر پرېس سروېس (IPS) د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی دی.
په داسې حال کې چې افغانستان د ښځینه ډاکترانو له سخت کمښت سره مخ دی، د اوسني حکومت محدودیتونو د طبي زده کړو بشپړوونکو ښځو راتلونکی لا پسې له ستونزو سره مخ کړی دی. هغه ښځې چې د طب پوهنځي زده کړې یې بشپړې کړې، د وروستۍ مسلکي ازموینې له ورکولو محرومې شوې دي؛ هغه ازموینه چې له بریالیتوب وروسته ډاکترانو ته د کار رسمي جواز ورکول کېږي.
نیلاب (مستعار نوم) چې درې کاله وړاندې یې د پروان ولایت د البیروني پوهنتون د طب پوهنځی بشپړ کړی، وایي تر اوسه نه ده توانېدلې د ډاکترې په توګه کار وکړي، ځکه ښځو ته د وروستۍ طبي ازموینې د ورکولو اجازه نه ورکول کېږي.
د هغې په وینا، دا ازموینه د اوو کلونو طبي زده کړو له پای ته رسېدو وروسته اخیستل کېږي او له بریالیتوب سره یې فارغینو ته د طبابت جواز ورکول کېږي.
نیلاب وایي: «که یو ډاکتر وروستۍ ازموینه ورنه کړي، نو حالت یې د یوه تازه د دولسم ټولګي فارغ زده کوونکي په څېر وي. روغتیايي مرکزونه لومړی پوښتي چې ایا وروستۍ ازموینه دې ورکړې که نه؟ له دې پرته په هېڅ روغتون کې د کار اجازه نه لرې.»
هغې زیاته کړه چې د خپلو زده کړو لپاره یې نولس کاله وخت تېر کړی او اوه کاله یې له خپلې کورنۍ لرې په لیلیه کې ژوند کړی، خو اوس یوازې یوه ازموینه د هغې ټولې هیلې له منځه وړې دي.
د راپور له مخې، ښځو ته وروستۍ طبي ازموینه وروستی ځل په ۲۰۲۱ کال کې اخیستل شوې وه. له هغه وروسته یوازې نارینه فارغینو ته د ازموینې اجازه ورکړل شوې ده.
نیلاب چې په کابل کې له خپلې مور سره ژوند کوي، وایي د کورنۍ اقتصادي وضعیت هم ستونزمن دی. د کورنۍ یوازینی عاید د هغې د مور او یوې خور له لارې برابرېږي چې دواړه د نجونو په یوه دولتي لومړني ښوونځي کې ښوونکې دي.
هغې وویل چې د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې په یوه طبي ښوونځي کې تدریس کاوه، خو د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د روغتیايي زده کړو د مرکزونو له تړل کېدو وروسته له دې دندې هم بې برخې شوه.
نیلاب وایي د کلونو زده کړو ضایع کېدو پرې سختې رواني اغېزې کړې دي. د هغې په خبره، ګڼ شمېر ځوانې ښځې د ناامیدۍ، فشار او راتلونکي ته د نهیلۍ له احساس سره مخ دي.
بلې فارغې ډاکترې خالده (مستعار نوم) هم ویلي چې له فراغت وروسته یې په څو خصوصي روغتونونو کې د تجربې ترلاسه کولو لپاره بې معاشه کار کړی، خو د وروستۍ ازموینې او تخصصي زده کړو د نه ترسره کېدو له امله اړ شوه په کور کې پاتې شي.
هغې وویل: «موږ اووه کاله طب لوستی، خو اوس داسې کارونه کوو چې د لېسې فارغ کسان یې هم ترسره کولای شي. موږ باید د خپلې ټولنې ښځو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.»
خالده اوس انګلیسي زده کوي او هیله لري چې د ژبې د ملي ازموینې له بریالي کېدو وروسته د بهرنیو بورسونو له لارې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
هغې زیاته کړه: «موږ ښځینه ډاکترانې د خپلو کلونو زده کړو سره سره د خپلې ټولنې ښځو ته خدمت نه شو کولای. برعکس، پر خپلو کورنیو بار ګرځېدلې یو. دا د یوې لوستې ښځې لپاره تر ټولو سخته خبره ده.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د ښځو پر زده کړو او کار لګېدلي محدودیتونه د افغانستان روغتیايي بحران لا ژوروي، ځکه د ښځینه ډاکترانو او نورو ښځینه روغتیايي کارکوونکو شمېر ورځ تر بلې کمېږي.
د راپور له مخې، د ښځینه طبي کارکوونکو کمښت د کورنیو ناروغیو، غاښونو، جراحۍ، زړه ناروغیو او د ولادي او نسایي خدمتونو په برخو کې جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
خالده وایي: «موږ یوازې د دې لپاره له کړاو سره مخ یو چې د ښځو په توګه په افغانستان کې ژوند کوو. زموږ هیلې او راتلونکی له منځه تللي دي.»


