دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهداوکراین دلومړي وزیر له مرستیال سره دافغانستان د دولتي او خصوصي پلاوي...

داوکراین دلومړي وزیر له مرستیال سره دافغانستان د دولتي او خصوصي پلاوي لیدنه

ویب ډیسک
دصنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني ، چې د اوکراین جمهوریت ته یې دحکومتي او خصوصي سکتور پلاوي په مشرۍ سفر کړی ، ددغه هېواد د لومړي وزیرله مرستیال ښاغلي یورسکی هوله سره وکتل او د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ پر پراختیا یې خبرې وکړې.

د دصنعت او سوداګرۍ وزیر د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني درناوی او نیک تمنیات د اوکراین د جمهوري ریاست د لومړي وزیر مرستیال ته وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې په بیلابیلو برخو کې د دواړو هیوادونو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو زمینه موجوده ده او دوی غواړي چې د دې د پراختیا لپاره هڅه وکړي.

ښاغلي غوریاني د افغانستان اوکراین د ګډ کمېسیون د دوهمې ناستې د خبرو پراغیزمنتیا د ټینګار ترڅنګ وویل چې د دواړو پلاوو د مشرانو ترمنځ لاسلیک شوی هوکړه لیک مهم رول لوبوي. او ددواړو هیوادونو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو په پیل کې اغیزمن دی.

ښاغلي غوریاني له یاد هېواد سره د سوداګرۍ د زیاتوالي ترڅنګ وویل چې په افغانستان کې په بیلابیلو سکتورونو کې د پانګونې ډیر فرصتونه شتون لري او اوکرایني پانګه وال کولی شي په دې برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي هوله زیاته کړه چې د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ په اړه د اوکراین – افغانستان د ګډ کمېسیون لومړۍ او دوهمه ناسته د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي اوسوداګریزو اړیکو د پراختیا پیل دی.
د غونډې په پای کې ، دواړو لورو د افغانستان او اوکراین د حکومتونو ترمنځ د ګډ کمیسیون د دوهمې ناستې د هوکړه لیک پر پلي کیدو ټینګار وکړ هغه چې د دواړو هیوادونو د استازیو ترمنځ لاسلیک شو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه