دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد لېوني غني خان تلين دی

د لېوني غني خان تلين دی

حفيظ الله ياد

هغه انجينير، مصور، مجسمه ساز، شاعر، سياستوال، موسيقار، تاريخ پوهه، عالم او هغه د لټون د غني خان تلين دی.
غني خان خو اوس ژوندی شو، دي هغه تلين به څنګه وي. ماته هغه د منټو خبره را ياده شوه چي؛
” سعادت حسن به ډېره ژر مړ شي مګر منټو به ډېر وخت ژوندی وي “

غني خان د کال ۱۹۱۴ د دسمبر په مياشته کښې و زېږېد. لا ډېر ماشوم ؤ چي په هند کښې يوه ناروغي راغله چي بلها ماشومان يه په غېږه کښې د قبر تر زانګو پوري و رسوٙل. هم دغه ناروغي د غني خان پر سترګو هم مينه شوه او غوښتل يه ترڅو غني خان ځان سره يوسي او د تل دپاره يه د مرګي په غېږه کښې ور کړي.

باچا خان په خپل کتاب ( زما ژوند او جدوجهد ) کښې ليکي چي مور يه د لمانځه پس درې ځله د غني تر وجود وګرځېده او خواست يه وکړ چي خدايه د غني ناروغي او بلا زما په برخه کړې او دی د مرګ له توري غيږي څخه و ژغورې. کېدۀ داسي چي غني ورځ په ورځ روغېدو، مور يه ورځ په ورځ د مرګ وصال ته نيږدې کېده چي ترڅو د غني تر سر قربان شوه او غني يه د ژوند سپرليو ته و سپارلی. لکه غني مور ته په خپل نظم کښې ليکي چي دوه شعرونه يه څه داسي دي ؛

ګرچه خاورو کښې دې پټ وجود ستا موري
ماته یاد دي هغه شان ستا ســـــترګي توري

ستا وهل د بل د میني نه خـــــــــــــواږه وو
ستا کنځل د بل دعا نه راته ښـــــــــــــه وو

د دې ځای نه اوس قدرت غواړي چي له غني خانه هغه کار واخيستل شي د کم کار دپاره چي د غني خان تخليق په عمل کښې راوړل شوی دی.
زما په فکر چي قدرت د لټون الهام د غني په وصيله دې نړۍ ته د وړاندي کولو په مقصد د غني د خټي انتخاب کړی ؤ. ځکه که څه هم د نوموړي ژوند، فکر، عمل او لاري ډيري زياتي سره بيلي وې خو آخر هم د قدرت د پرېکړي تر چاړه لاندي راغلی او يو شاعر غني خان و نړۍ ته ور و پېژندل شو. د عصر تقاضو که څه هم غني خان د انجينيرنګ، موسيقۍ، انځورګرۍ او سياست په لوري کښولی خو قدرت له سره د غني خان د کار تعين او پرېکړه کړې وه.
غني دي ولي و لوستل شي ؟

لکه څنګه چي په جبلت کښې د ژوند د کولو دپاره بلها څيزونه حتمن او ضروري وي دي هغوی بغېر ژوند نه شي کېدلای. ځيني جسماني خورکې وي لکه څښاک او خوراک همدغه رنګه ځېني دغامي ضرورتونه يا خورکې وي چي پکښې شعر، موسيقي، خندا، خاموشي، ښه ږغ اورېدل او داسي نور څيزونه راځي.
شعر اورېدل د انسان يو دماغي ضرورت دی چي د خوشحاله مغزو او ژوند دپاره زيات اړين وي. که څوک غواړي چي د ژوند په مستۍ او خمار پوهه شي هغه به غني حتمن لولي. غني د مستۍ هغه ستري انتها ته تللی دی چي و هغه ته د کاينات هر تخليق يو ژوندی تخليق ښکارېدۀ او لا به يه هغه د ( وحدت الوجود ) په قول خپل جانان پکښې ليدۀ.
غني خان د خدای د وجود يا د ( Existence ) په قانون دومره پوهه ؤ چي پر دې يه خپل نظر ځای په ځای ډير په څرګند او واضع توګه وړاندي کړی دی.
بيخي خدای او ښايست شناسه څوک ؤ لکه چي ويل کېږي څوک چي ښکلا، حسن او ښايست نه پېژني هغه خدای نه شي پېژندلای او څوک چي خدای نه و پېژني هغه تر هغه دمه شاعر نه شي جوړېدلای.
غني خان هغه شاعر دی چي شعر يه ورځ په ورځ پراخېږي او هر وخت د علم او پوهي سره په متحرک حالت کښې وي. د خپل عصر د بلها قوانينو او تيوريانو په رڼا کښې يه ډير څه و خپل قام ته په ډېره ساده او روانه ژبه کښې رسولي دي.
د شعر انداز يه د خپل وخت له روايتي شاعرۍ څخه ډير زيات بدل او جديد دی.

د هادي ملا په يوه خبره چي؛ ” د غني خان او د نورو پښتنو شاعرانو له ملا سره په جنګ کښې ډير لوی توپير دی. د نورو شاعرانو له ملا سره جنګ سياسي دی مګر د غني خان له ملا سره جنګ د خدای پر ذات و صفات دی. چي ملا تل د خدای ویرونکې بڼه بيانوي خو غني خان وايي چي د خدای مينه، ښکلا، ښايست، عشق، ګرانښت خلګو ته و ښايه “

د خپل اوچت فکر او ژور احساس له کبله يه د ژوند په ستړي زندان کښې تل نفس تنګي احساسوله او له خپل فکر سره به يه الوت کاوۀ او يو ځل خو يه داسي ګيله هم وکړه چي ؛

څومره دي زور را کړو او څومره دي ځواني راکړه
خدايه په څنګه لېونتوب کښې دي خانــــي راکړه
اوس به وزري الوتو له خــــــــــامــــــــــخا راکوې
پېدا په ځـــــــــمکه شوم جذبه دي آسماني را ګړه

په پښتو او ننګ مين څوک ؤ او د هيڅ يو دربار قصيدې يه نه دي ليکلي هن تر دې چي له خپل پلار سره يه فکري او سياسي اختلاف ډېر په زړور انداز څرګند کړی دی. د سر له ټيټېدولو نا اشنا ؤ لکه يو ځای وايي؛

چي بې تا چاته ټيټ نه شي ننګيالی زما ژونډون کړه
زړۀ زما دي مسلمان وي، تفکر مـــــــــي د پښتون کړه

وطن ته يه هغه مسته ترانه ( اې زما وطنه د لعلونو خزانې زما ) ورکړله چي تل به يه وطن خپل بچي په خپله مينه او عشق کښې مستوي ترڅو ورباندي د خپل يوه يوه کاڼي ژغورنه دي هغوی د سرونو په بدل وکړي.

پر غني خان بيخي زيات مجلس کېدلای شي خو د غني خان په دې شعر به خپل مجلس ته د پای ټکی کښېږدم چي ؛

اے د لیونیانو نیکه لمـــــونځ ښه که مستي ښه دہ
حسن جوړیدل ښــــــه دی که حسن پرستي ښه دہ
ښه دہ مســتي ښه ده خو زړۀ پاک لکه آئینه غواړي
دا دریاب ازمول د ســــــمندر هــومرہ سینه غواړي
او
د ادم د نظر تــــول دی، که دا تور دی، که دا سپین
د ادم د ژــــبي خیال دی ، دا ســــــپلمۍ او انګبین
دا اواز زما د ګــــــوتو، پوســــت مړوند ننګي مهین
دا زما د ځــــــیګر لوبــــــي ګل اندام او شــــــیرین

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه