پښتو جرنل
پرون ماښام د افغانستان اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخوند او ورسره پلاوي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازې او یوناما مشرې میرمن دیبورا لیونز او ور سره پلاوي تر منځ ناسته وشوه.
دا خبره د طالبانو د قطر سیاسی دوتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ په خپلې ټوئټر پاڼه لیکلې ـ نعیم وردګ زیاته وی چې
په ناسته کې دافغانستان پر وضعيت سربېره د بین الافغاني مذاکراتو، د دوحې تړون پر عملي کولو، د بندیانو د خلاصون، د تورلست د ختمولو او د امریکا له لوري پر وړاندیز شوي نوې طرحې باندي بحث وشو.
د اسلامي امارت له خوا ورته وويل شول چې د طرحې موضوع زموږ تر غور او بحث لاندې ده ـ
اسلامي امارت له ملګرو ملتونو وغوښتل لکه څنګه يې چې د دوحې تړون تاييد کړی چې يو ښه اقدام دی د عملي کولو په اړه يې هم له خپل رسوخ څخه کار واخلي.


