ویب ډیسک
اسلام آباد
د مشرانو جرګې رییس به د مارچ په ۱۲ مه نیټه پریکړه وکړي ، د مشرانو جرګې رییس او مرستیال به د پټ رایو له لارې وټاکل شي.
د وړو ګوندونو رایې مهمې شوې دي او دوی په داسې دریځ کې دي چې په شا شي. 52 سناتوران تیره ورځ د مشرانو جرګې څخه تقاعد شول چې پکې ډیری شخصیتونه بیا ټاکل شوي .
د مشرانو جرګې ۴۸نوي ټاکل شوي غړي به نن لوړه وکړي چې پکې به . نوی ټاکل شوي سناتورانو کې ۱۹ د تحریک انصاف ګوند، ۸ د پیپلز ګوند څخه، ، ۶د بلوچستان عوامي ګوند څخه، ،۶ د مسلم لیګ (ن) څخه او د ۵ جمعیت علمای اسلام څخه مشرانو جرګې نوي ټاکل شوي غړي به د شپږ کلنې دورې لپاره د مارچ په ۱۱ مه د سناتورانو په توګه لوړه وکړي. له کال 2021 څخه تر 2027 پورې.
یاد دې وي چې د پیپلز ګوند یوسف رضا ګیلاني او د حکومتی ائتلاف غړئ صادق سنجرانی تر منځ دا ټاکنې ترسره کیږی د اپوزیسون ګوندونه د یوسف رضا ګیلاني ملاتړ کوي.


