داودجبارخیل
د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د افغان ښځو او نجونو د زدهکړې او ځانارادې د حق په ملاتړ یوه مهمه غونډه ترسره شوه، چې پکې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه پراخ بحثونه وشول.
دا غونډه د “افغانستان کې د زدهکړې لپاره د ښځو پیوستون او د ځانارادې حق” تر سرلیک لاندې د جمعې په ورځ جوړه شوې وه، چې په اروپا او متحده ایالاتو کې مېشت افغان کلتوري، ټولنیز او سیاسي شخصیتونه، د مدني ټولنو استازي، او د اتریش یو شمېر چارواکي پکې ګډون درلود.
غونډه د “اکیس” کلتوري ټولنې د ۳۰مې کلیزې او د “بانو” مجلې د خپرېدو د ۲۶مې کلیزې په مناسبت تنظیم شوې وه، چې د افغان کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې د دغو بنسټونو پر رول هم رڼا واچول شوه.
د کنفرانس تنظیموونکو وویل، د دې غونډې اساسي موخه د افغانستان د وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته د ښځو او نجونو پر وضعیت د نړیوالې ټولنې پام رااړول، په جلاوطنۍ کې د افغانانو ترمنځ د پیوستون پیاوړتیا، او د اروپایي بنسټونو سره د همغږۍ پراخول دي. دوی زیاته کړه چې دا ډول ناستې کولی شي د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره ګډ دریځونه رامنځته کړي.
په غونډه کې ویناوالو د ښځو پر تعلیم د محدودیتونو پر دوام اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ چې د نجونو زدهکړه یوازې یو بشري حق نه، بلکې د ټولنې د پرمختګ لپاره بنسټیز اړتیا ده.
د پروګرام په ترڅ کې د نجونو د زدهکړې د ملاتړ او همدارنګه د مهاجرو ټولنو په کاري بازار کې د افغان ښځو د ادغام په اړه دوه ځانګړي ورکشاپونه هم ترسره شول، چې پکې د عملي حل لارو او راتلونکو ګامونو په اړه بحثونه وشول.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې واکمنې طالبان له نږدې پنځو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته نجونې له رسمي زدهکړې محرومې کړې دي، چې دا کار په نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.


