ویب ډیسک
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي څانګې له لوري له نولس کلنو کم عمره لوبغاړو لپاره کابل کرکټ لوبغالي کې د مهارتونو لوړولو په موخه تمریناتي تېره ورځ کمپ پيل شو، چې شاوخوا لس ورځې به دوام وکړي.
پدې تمریناتي کمپ کې به لوبغاړي خپلمنځي لوبې کوي چې د لوبغاړو د مهارتونو لوړولو او تجاربو زیاتوالي په موخه به د ملي د لوبډلې لوبغاړي هم ورسره ولوبیږي.
د ویلو ده، چې د پلان په اساس به د کرکټ بورډ له لوري یادو لوبغاړو ته د نورو تمریناتي کمپونو زمېنې هم برابرې شي.


