ویب ډیسک
د ملي دفاع وزارت وايي چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ځوابي بریدونو او نښتو په ترڅ کې، ۶۸ طالبان ووژل شول، ۶۴ تنه ټپیان شول، د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.
همدا راز ۲۱۱ ماینونه چې طالبانو د هېواد په بیلابیلو سیمو کې ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ شوی ـ خو تر اوسه طالبانو لخواه په دې هکله څه نه دی ویلی.
دغه طالبان د هېواد د هرات، فراه، فاریاب، بدخشان، کندز او کندهار ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.


