ملګرو ملتونو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د لسګونو ښځو د نیولو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه ښځې د حجاب او لباس اړوندو مقرراتو د نه مراعت کولو په تور نیول شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو خپلواکو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ ویلي، نیول شوې ښځې د هغو فرمانونو د سرغړونې په تور نیول شوې دي چې له مخې یې ښځې باید برقع یا چادري له مخپوښ سره واغوندي او د خوشبویۍ له کارولو هم ډډه وکړي.
د راپور له مخې، که څه هم ډېری نیول شوې ښځې وروسته بېرته خوشې شوې دي، خو دغو پېښو د افغانستان په کچه د ښځو او نجونو ترمنځ وېره او اندېښنه نوره هم زیاته کړې ده.
د ښځو د حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې «یو اېن وومېن» ویلي چې خپلسري نیونې او بندي کول د ښځو او د هغوی د کورنیو پر ژوند ژورې او اوږدمهالې اغېزې پرېږدي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما سرپرستې مرستیالې، ژورژېت ګانیون، ویلي چې په افغانستان کې د یوې ښځې بندي کېدل له درنې ټولنیزې بدنامۍ سره مل وي او دا چاره کولی شي د خوشې کېدو وروسته هم ښځې له تاوتریخوالي، انزوا او ټولنیزو فشارونو سره مخ کړي.
بل لور ته، د بشري حقونو خپلواکو کارپوهانو د هرات ښار د وروستیو اعتراضونو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو له لوري د زور د زیات استعمال په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغو کارپوهانو په وینا، د جون په نهمه نېټه په هرات کې خلکو د ښځو د نیولو او محدودیتونو پر ضد لاریون وکړ، چې پر مهال یې امنیتي ځواکونو د اعتراض کوونکو پر لور ډزې وکړې او یو شمېر کسان یې ووهل.
راپورونه ښيي چې په دغو پېښو کې لږ تر لږه دوه کسان، چې یو ماشوم هم پکې شامل و، وژل شوي او تر شلو زیات نور ټپیان شوي دي.
کارپوهانو ویلي، که څه هم ځینو اعتراض کوونکو د ډبرو ګوزارونه کړي وو، خو دا کار د مرګوني ځواک د کارولو لپاره قانوني پلمه نه شي کېدای.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې د افغانستان واکمن چارواکي باید د هغو نړیوالو بشري حقونو تړونونو درناوی وکړي چې افغانستان یې غړیتوب لري.
دوی زیاته کړې چې د برابرۍ حق، د سولهییزو غونډو او لاریونونو ازادي، د بیان ازادي، د تګ راتګ حق او له خپلسرو نیونو څخه خوندیتوب بنسټیز بشري حقونه دي او د هېواد د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره باید خوندي وساتل شي.
کارپوهانو له ټولو خواوو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي، بندیان ژر تر ژره خوشې کړي، د ټپیانو د درملنې مخه ونه نیسي او د خلکو پر کورونو د پلټنو لړۍ ودروي.


