ویب ډیسک
د ملي دفاع وزارت ویي په کندهار ولایت کې د طالبانو اړوند یو ځانمرګی بریدګر د چاودېدونکو توکو له یوه ډک موټر سره یو ځای موخې ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوی دی.
یاد ځانمرګی غوښتل چې تېره شپه د پنجوايي ولسوالۍ په صلوات سیمه کې ځانمرګی برید ترسره کړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا له منځه وړل شوی دی.
همدارنګه؛ د کندهار ښار د نهمې حوزې په عیدګاه سیمه کې هم د طالبانو دوه ماین خښوونکي د ماین د ځای پر ځای کولو پر مهال له پولیسو سره نښتې، چې په پایله کې یې یو طالب وژل شوی او بل یې په ټپي حالت کې له یوه کړۍ ماین سره یو ځای نیول شوی دی.


