ویب ډیسک
د ملي دفاع وزارت وایي چې تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، کندهار ولایت ژیړۍ او پنحوایي ولسوالیو کې طالبان په نښه کړل.
په پایله کې ۶ طالبان ووژل او ۲ نور ټپیان شول.
د طالبانو یوه اندازه وسلې، مهمات له منځه وړل شوي.
د دې پخوا کې ۱۰۰ بیلابیل ډول ماینونه چې طالبانو دغو ولسوالیو کې د ملکي او پوځي کسانو د وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه ځای پر ځای کړي وو، د ملي اردو انجینرۍ ټيم له لوري کشف او خنثی شول.


