ویب ډیسک
ننګرهار کې د طالبانو د برید په پایله کې څلور سرتیري وژل شوي دي.
ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي،وسله والو طالبانو تېره شپه د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ اړوند، د غازي بابا پر امنیتي پوسته برید کړی،چې له امله یي څلور پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
بل لور ته وسله والو طالبانو د وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ د انتقالاتو پر یوه موټر برید کړی، یو سرتیری یې وژلی او یوبل ټپي دی.
ځایي سرچینې وایي،نن سهار د وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ د انتقالاتو یو موټر د طالبانو له کمین سره مخ شوی،چې د نښتې له امله یو سرتیری وژل شوی او یوبل ټپي دي.
امنیتي مسوولانو تر دامهاله د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.


