یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبهرنیو چارو وزیرمحمد حنیف اتمر په کابل کې د جرمني له سفیر...

بهرنیو چارو وزیرمحمد حنیف اتمر په کابل کې د جرمني له سفیر سره وکتل

ویب ډیسک

بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر په کابل کې د جرمني له سفیر، آکسل زیدلر سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې وکړې.

بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د امنیتي، نظامي، روغتيايي، کلتوري او پراختیايي برخو کې د هغه هیواد د مرستو له امله قدرداني وکړه او د جرمني څخه یې په افغانستان کې د ناتو تر مشرۍ لاندې د ځواکونو حضور د تمدیدولو لپاره ستاينه وکړه.

ښاغلي اتمر د آسیا زړه – استانبول پروسې د پايلو، د افغانستان د سولې په بهیر کې وروستي پرمختګونو او په ترکیه کې د سولې خبرو راتلونکي پړاو لپاره د چمتووالي په اړه هم خبرې وکړې.

زیدلر د افغانستان حکومت او خلکو په مشرۍ د سولې له بهير، د بشري حقونو د تيرو دوه لسيزو لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره د خپل هېواد د بشپړ ملاتړ څخه ښاغلي اتمر ته ډاډ ورکړ.

همداراز، د کتنې په ترڅ کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او څو اړخیزو همکاریو پیاوړتیا لپاره پر موجودو فرصتونو هم بحث وکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه