دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا: تر ټاکلی وخت له افغانستان وتل ستونزمن کار ده

امریکا: تر ټاکلی وخت له افغانستان وتل ستونزمن کار ده

ویب ډیسک
د امریکا متحده ایالاتو یوځل بیا له افغانستان څخه تر مې میاشتې پورې د خپلو ټولو ځواکونو اېستل ستونزمن بللي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، د مې تر لومړۍ نېټې به له افغانستان څخه د پاتې ځواکونو اېستل له لوجستیک او تخنیکي پلوه ګران وي.

نوموړې ویلي،امریکا په دوامداره توګه له خپلو متحدینو او د ناټو غړو هیوادونو سره په دې اړه مشورې کوي.
افغانستان کي اوس مهال دوه نیم زره امریکايي پوځیان شته چې د طالبانو او امریکا د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون له مخې باید د مۍ تر لومړۍ نېټې ووځي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه