دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشمالي وزیرستان کې د پاکستان امنیتي ځواکونو عملیات؛ ۲۱ وسله‌وال وژل شوي

شمالي وزیرستان کې د پاکستان امنیتي ځواکونو عملیات؛ ۲۱ وسله‌وال وژل شوي

د پاکستان پوځ وایي چې د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ولسوالۍ په میرانشاه او شاوخوا سیمو کې د تېرو ۷۲ ساعتونو پر مهال د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ وسله‌وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وایي چې د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ولسوالۍ په میرانشاه او شاوخوا سیمو کې د تېرو ۷۲ ساعتونو پر مهال د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ وسله‌وال وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، امنیتي ځواکونو د وسله‌والو پر څو پټنځایونو عملیات کړي او له سختو نښتو وروسته یې ۲۱ تنه وژلي دي.

د پوځ په وینا، په وژل شویو کسانو کې څلور مهم قوماندانان خالد رضا مشهور په سالار، مفتون، موسی او عمران مشهور په ایان هم شامل دي. خبرپاڼه زیاتوي چې یاد کسان د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو پر ضد په بېلابېلو بریدونو کې ښکېل وو او د امنیتي ادارو له لوري مطلوب بلل کېدل.

پوځ ادعا کړې چې په دغو عملیاتو کې له وژل شویو وسله‌والو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د «ISPR» د معلوماتو له مخې، په شمالي وزیرستان کې د روانو عملیاتو په لړ کې تر دې دمه د وژل شویو وسله‌والو ټولیز شمېر ۴۸ تنو ته رسېدلی دی.

پوځ ویلي چې په سیمه کې د نورو پټو وسله‌والو د موندلو او له منځه وړلو لپاره د پلټنې او تصفیې عملیات دوام لري او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به د «عزم استحکام» تګلارې له مخې روانه ساتل کېږي.

بلخوا د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شريف او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د عملیاتو د بریا ستاینه کړې او امنیتي ځواکونو ته یې مبارکي ورکړې ده. ولسمشر ویلي، ولس د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دی، او لومړي وزیر ټینګار کړی چې د ترهګرۍ تر بشپړ له منځه وړلو پورې به مبارزه روانه وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه