دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهغزني کې ۲۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې ۲۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پښتو جرنل

د ملي دفاع وزارت وایي چې تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د غزني ولایت مرکز “ارزو کلان” قره باغ او اب بند ولسوالیو کې طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.

په پایله کې ۱۰ طالبان ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.

همداراز د طالبانو ۲ موټر سایکلونه یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې پخواکې ۴ کړۍ ماینونه چې طالبانو یاد ولایت اب بند ولسوالۍ کې دملکي او پوځي کسانو د وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه ځای پرځای کړي وو.
دملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
خو تر اوسه په دې اړه طالبانو څه نه دی ویلی

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه