یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجمهوررئیس غني :طالبان دې د هیواد او ولس له بربادۍ دې لاس...

جمهوررئیس غني :طالبان دې د هیواد او ولس له بربادۍ دې لاس واخلي

ویب ډیسک
په کابل او جلال اباد کې د نننيو تروریستي بریدونو په اړه له ارګ نه خپره شوې مطبوعاتي اعلامیه کې راغلی چې وسله والو  طالبانو خپلو جنایتونو په دوام نن سهار د کابل ښار اولسمې ناحیې اړوند سیمه او جلال اباد ښار کې پر ملکي وګړو د چاودنو په پایله کې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

جمهوررئیس غني د دغو تروریستي بریدونو د غندلو پرمهال وویل، پر عامه ځایونو او ملکي وګړو بریدونه بشري جنایت او د اسلامي ارزښتونو او سولې روحیې خلاف عمل دی او د طالبانو ډله د دغو جنایتونو له مسوولیت څخه ځان نشي خلاصولی.

جمهوررئیس زیاته کړه: طالبان دې د دایمي اوربند او باعزته سولې لپاره د افغانستان د خلکو، حکومت او بین المللي ټولنې غوښتنه چې د روان ناورین سوله ییز او اساسي حل دی ومني او د هیواد او ولس له بربادۍ دې لاس واخلي.

جمهوررئیس غني د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته د رسیدګۍ لپاره اړوندو مسوولینو ته د جدي لارښوونو ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د خپل تسلیت او همدردۍ ژور مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د روغتیا هیله کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه