یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل او کندهار کې دوه بیلا بیلې پیښې دوه تنه وژل شوي

کابل او کندهار کې دوه بیلا بیلې پیښې دوه تنه وژل شوي

ویب ډیسک
ناڅرګندو وسله والو د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو تن وژلی او یوبل ټپي دی.
د کابل امنیه قومانداني وایي، تیره شپه د پنځمې امنیتي حوزې اړوند، کمپنۍ سیمه کې یو تن د ناڅرګندو وسله والو لخوا وژل شوی دی،خو د دې قتل په تور یو کس نیول شوی.
چارواکي وایي، په همدې سیمه کې یوبل کس د وسله والو په ډزو ټپي شوی دی.
بل لور ته د کندهار
په ښار کي د چاودني له امله یو تن وژل شوی دی.
چارواکي وایی، نن سهار د کندهار ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د برېښنایي تذکرو د وېش مرکز مخې ته د ماین چاودنه شوې،چې له امله یې یو تن وژل شوی دی.
مسوولان وایي،وژل شوی کس د برېښنایي تذکرو د وېش د مرکز ساتونکی و.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه