دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهواک کتابتون د رڼ سباون ځاله

واک کتابتون د رڼ سباون ځاله

لیکونکې: خالده وطن پاله

اوس یې سرونو ته پراته وی کتابونه د شپې

پښتانه نه ږدی اوس ټوپک تر بالښتونو لاندې

کتاب هغه څیز دی ـ چې هم د انسان پر سوچ اغیز او هم یې پر ژوند کوئ یوازې پر هغه انسان نه کوم چې کتاب لولی بلکې له هغه انسان سره تړلی هر هغه وګړی او ټولنه چرته چې هغه د ژوند چارې په مخته وړی هلته د کتاب لوستونکی انسان د سوچ او فکر اغیزه خامخا لویږی ـ

که چرته یو انسان یو ښه کتاب ولولی ـ نو کله هغه ځان وپیږنی او کله بیا هغه جهانه ورکې شوې رڼاګانې وموندي ـ

چرته یو کس ټول عمر په زندان کښې وي او له هغه سره یوازې کتابونه وي ـ نو هغه کس ته د ژوند ښایست، کمال، د ښه او د بد اړخ درک لګېږي ـ هغه په زندان کښې هم ژوند لیدلي شي ځکه چې هغه چې څه لولي نو هغه ته دا درک لګېږي چې د باندې یوه ښایسته او د علم ډکه نړۍ ماته په تمه ده ـ

اوس که موږ د سیاسی مفکرانو ژوند او د فلسفیانو او د ادیبانو ژوند ته نظر کړو نو ده دوي ژوند د دوي بریا او ناکامی موږ ته د بیلګې په توګه پرتې دي ـ او موږ د یاد خلکو له ژوند نه زدکړې یوازې د کتاب لکبله کولي شوـ

نو دا ټولې خبرې د واک ږوب د مېرمنو کتابتون سره تړلي دی. ږوب هغه ځای او سیمه ده ـ چرته چې هر وګړی له نړۍ شاته پاتې ده هغه که سړی وی او که ښځه هسې هم دلته ښځې په هکله ویل کیږی چې ښځه خو یا د ګور ده یا د اوور ـ
واک د مېرمنو غورځنګ چې د ږوب د مېرمنو د پاره کم کار وکړلو د هغه بلګه موږ نشو موندلی ـ
په پښتنو کې متل ده وایي” که یه مور نه وه بټېزۍ نو زوی یه نه فتح خان کیږی”
که په یو کور کښې ښځه له زدکړې بې برخې پاتې نو پوه شه چې هغه کورنۍ په ټولنه کښې له پرمختګ نه شاته پاتې شوه ـ

واک د مېرمنو غوځنګ د ږوب وه ښځو زدکونکو او د کتاب مینوالو ته یو کتابتون جوړ کړلو او دلته د دې ښار ګڼ شمېر انجونې د کتاب لوستلو او د ژوند د اصلی مقصد د موندلو لپاره دغه کتابتون ته راځي ـ
او دوي خپلې هغه زدکړې تر لاسه کوی کمه چې دوي ته په ښونځویو کښې نه ورکول کېږي. په دې کتابتون کې تاریخ، ادب، فلسفه، سفر، او د نړۍ د هر هغه کس ژوند وایی چې د علم رڼا وه ـ او دا رڼا د کتاب په بڼه موږ ته را پاتې ده ـ

کله چې انجونې د واک کتابتون ته راشي نو دلته داسې احساسوی لکه ټوله نړۍ په خلاسه غیږ ولاړه وي ـ او دا نړۍ په سندریز خوږ غږ باندې هر وخت یوازې دا غږ کوی چې راسي ما وګوري ما وموندي ـ په ما کښې علم دی په ما کښې پوهه ده ـ راسي زدکړه وکړئ خپل د پیچلی سوالو ځوابونه پیدا کړئ او د ژوند ښکلا سره اشنا شي ـ

د نورو په پیغلو په څېر ما هم د کتابتون جلبونکی غږ خپلې خواه ته را جلبوی زه هره ورځ کتابتون ته ځم ـ زه کتاب لولم او د کتابو په پاڼو خپل او د خپل د قام ځپل شوؤ ښځو ژوند لولم کله چې ځان او د ځان په څېر ښځې د نړۍ د پرمخ تللی قامونو له ښځو سره پرتله کړم نو سترګې مې نم جنې شی ـ خپل د قام حالات مې وژړوی خو بیا چې کله نم جنې سترګې وغوړوم نو هره خوا ته مې وګورم د قام خړې پړې د وخت ګردو ویلې پیغلې په کتابو بوختې ووینم نو د سترګو د درد اوښکې مې د خوشحالی په اوښکو بدلې شی ـ

خبرې ډیرې نه وږدوم په کتابتون کې یو سکون وی هغه سکون چې کالو راهستې زمونږ له چاپیریال نه کوچیدلی ده ـ دلته د ښار انجونې راځی ـ موږ یو بل سره وینو خپل درد سره شریکوؤ ـ په چاپیریال خبرې کوؤ ـ او د ژوند لارې ټاکو او له یو بل سره ملګرتیا کوؤ ـ دا کتابتون زمونږ ګودر ده او دا ګودر اوس د پیغلو پارلیمان ده ـ له دې پارلیمان کې موږ دجنګ او د تیارو نه یو بل ژغورو ـ او نړۍ ته د سولې پیغام ورکوؤ او له دې سره سم دلته موږ خپل سباؤن هم ټاکو ـ او له دې سره سم موږ له دې پارلیمان نه موږ په هر نارینه دا غږ کوؤ چې موږ سره زمونږ غږ بدرګه کړی د قام د ښه سباؤن لپاره باید موږ خپلې لوڼو او خوندو ته علم ، شعور، سیاسي پوهه او دژوند اصل وروښیو ـ
او د ږوب اوسیدونکو ته دا خواست کوم چې باید خپلې د کور ښخې د واک د مېرمنو کتابتون ته ورولیږو ولې چې په دې کتابتون کې د سولې او د رڼ سباون کوترې ژوند کوي .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه