حامد کرزي مکې مکرمې ته نږدې د برید هڅه وغندله

0
15

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي مکې مکرمې ته نږدې د برید هڅه په کلکو ټکو غندلې او له سعودي عربستان سره یې خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

کرزي ویلي، په هر ډول شرایطو کې باید د حرمین شریفین درناوی، حرمت او خوندي پاتې کېدل وساتل شي.

نوموړي له ښکېلو هېوادونو او لورو غوښتي چې له هوښیارۍ او لرلید څخه کار واخلي، څو د وسله‌والو نښتو او شخړو د پراخېدو مخه ونیول شي.

کرزي ټینګار کړی چې د ستونزو سوله‌ییز حل او سیاسي خبرې اترې کولای شي په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره زمینه برابره کړي.

تر دې وړاندې د سعودي عربستان هوايي دفاعي چارواکو ویلي وو چې مکې مکرمې ته نږدې یې د حوثي ډلې اړوند یوه بې‌پیلوټه الوتکه شنډه کړې ده.