د انګلستان کرېکټ لوبډلې پاکستان ته د درېیمې ټېسټ لوبې په پای کې په اتو وېکټو ماتې ورکړه او د درېیو ټېسټ لوبو لړۍ یې په ۳-۰ وګټله.
پاکستان انګلستان ته د ۱۳۰ منډو هدف ورکړی و. انګلستان د هدف د پوره کولو پر مهال په لومړي اوور کې دوه وېکټې له لاسه ورکړې، خو جو روټ او جورډن کاکس لوبه بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوسته.
روټ ۶۲ او کاکس ۵۹ منډې وکړې او دواړه تر پایه ناسوځېدلي پاتې شول. انګلستان ټاکل شوی هدف په ۲۵م اوور کې پوره کړ.
د پاکستان لپاره محمد عباس دوه وېکټې واخیستې، خو نورو توپ اچوونکو کومه وېکټه ترلاسه نه کړه.
تر دې وړاندې د پاکستان په دویمه پاڼۍ کې د لوبډلې لپاره د لومړۍ لوبې کوونکي چټک توپ اچوونکي رضاالله په زړه پورې ۸۱ منډې وکړې. هغه په ۶۳ توپونو ۹ شپږیزې ووهلې. محمد عباس ۴۲ منډې ورسره وکړې او دواړو د نهمې وېکټې لپاره ۱۲۱ منډې ملګرتیا جوړه کړه.
پاکستان په پای کې په ۴۴۹ منډو وسوځېد او انګلستان ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.
په دې پاڼۍ کې شان مسعود ۹۵، بابر اعظم ۷۶ او اذان اویس ۵۹ منډې وکړې.
انګلستان د لړۍ لومړۍ لوبه په هېډینګلي کې د یوې پاڼۍ او ۱۰۳ منډو په توپیر او دویمه لوبه په لارډز کې د ۱۹۴ منډو په توپیر ګټلې وه.


