سعودي عربستان په یوه اوونۍ کې ۱۲ زره کسان له هېواده شړلي

0
29

د سعودي عربستان چارواکي وايي، د سپټمبر له ۳مې تر ۹مې پورې په یوه اوونۍ کې د اقامې، کار او سرحدي امنیت اړوند ۱۴ زره ۷۹۶ سرغړونې ثبت شوې دي.

د سعودي رسمي خبري اژانس «واس» د راپور له مخې، په دې موده کې د اقامې د قوانینو ۷ زره ۵۰۴، د سرحدي امنیت اړوند ۳ زره ۷۸۳ او د کار قوانینو ۳ زره ۵۰۹ سرغړونې ثبت شوې دي.

چارواکي وايي، په همدې موده کې ۱۲ زره ۵۷ کسان چې په ناقانونه توګه په دغه هېواد کې اوسېدل، خپلو هېوادونو ته ستانه کړل شوي دي.

د راپور له مخې، یو زر ۲۷۳ کسان سعودي عربستان ته د ناقانونه ننوتلو پر هڅه نیول شوي، چې ۵۵ سلنه یې ایتوپیایان، ۴۴ سلنه یمنیان او پاتې یو سلنه د نورو هېوادونو وګړي وو.

همداراز ۲۵ کسان هغه مهال نیول شوي چې له سعودي عربستانه یې ګاونډیو هېوادونو ته د ناقانونه تګ هڅه کوله.

چارواکو ۲۱ کسان هم د ناقانونه کډوالو د سفر، استوګنې، کار یا پناه برابرولو په تړاو نیولي دي.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت په وینا، په دغه هېواد کې د ناقانونه کډوالو د ننوتلو، استوګنې یا کار لپاره اسانتیا برابرول جرم ګڼل کېږي. د وزارت د معلوماتو له مخې، د ناقانونه کډوالو د ننوتلو په اسانتیا برابرولو تورن کس له ۱۵ کلونو بند، تر یو میلیون سعودي ریالو جریمې او د موټر او شتمنۍ له ضبط سره مخ کېدای شي.