مولانا فضل الرحمن: د سعودي عرب پر امنیت برید د ټولې اسلامي نړۍ پر امنیت برید دی

0
7

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په خپله ایکس پاڼه کې په یوه پیغام کې ویلي، د سعودي عرب پر امنیت برید د ټولې اسلامي نړۍ پر امنیت برید دی او نوموړي د سعودي عرب پر وړاندې د حوثیانو بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

هغه ویلي، د سعودي عرب د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه د اسلامي نړۍ ګډ مسوولیت دی.

فضل الرحمن زیاته کړې چې په سیمه کې د کړکېچ زیاتېدل د نړۍ د سولې لپاره خطرناک دي او اسلامي هېوادونه باید سره متحد شي او د اغېزمنې سیاسي، اقتصادي او دفاعي تګلارې لپاره یو اسلامي ګډ چوکاټ جوړ کړي.

نوموړي ویلي، په اوسنیو شرایطو کې د اسلامي هېوادونو د ګډ دریځ اړتیا تر بل هر وخت ډېره شوې ده او پاکستان باید د اسلامي نړۍ د یووالي او د سعودي عرب د امنیت د ساتنې لپاره اغېزمن رول ولوبوي.