د ترکیې د آیدین ښار په ساحلي سیمه کې د دغه هېواد د ساحل ساتونکو له لوري ۳۰ افغان پناهغوښتونکي نیول شوي، چې ۱۲ ماشومان هم پکې شامل دي.
د ترکیې رسنیو د ساحل ساتونکو د قوماندانۍ په حواله راپور ورکړی چې دغه کسان د ترکیې له خاورې څخه د ناقانونه وتلو پر مهال نیول شوي دي.
د چارواکو په وینا، نیول شوي کسان له اړینو قانوني چارو وروسته د ناقانونه کډوالو د ساتنې یوه مرکز ته سپارل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې په ترکیه کې ۲۵ زره او ۳۱۴ افغان پناهغوښتونکي نیول شوي دي.


