د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ د وډه په آړینجي سیمه کې د ډزو په یوه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي.
د خضدار د پولیسو د چارواکو په وینا، په وژل شویو کسانو کې یو پولیس سرتېری هم شامل دی.
د پولیسو د سیمهییز چارواکي وزیر خان ناصر ویلي، چې د پېښې ځای غرنی او سخترسېدونکی دی، له همدې امله د امنیتي او ژغورونکو ډلو د رسېدو او د وژل شویو کسانو د مړو د روغتون ته د لېږدولو پر مهال له ستونزو سره مخ شوي دي.
نوموړي ویلي، د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي او د پېښې له ځایه د اړوندو شواهدو د راټولولو لړۍ هم دوام لري.


