یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش فرانسوی ژان ارنولټ د افغانستان او سیمې...

ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش فرانسوی ژان ارنولټ د افغانستان او سیمې په چارو کې خپل شخصي استازی وټاکه

ویب ډیسک
نیویارک – د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش نن اعلان وکړ چې فرانسوی ژان ارنولټ یې د افغانستان او سیمې په چارو کې د خپل شخصي استازی په توګه وټاکه. سرمنشي له ښاغلي ارنولټ څخه وغوښتل چې د سیاسي حل پر مټ د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې مرسته او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له سیاسي استازولی (یوناما) او سیمه ییزو همکارانو سره له نژدې کار وکړي.

ښاغلی ارنولټ د نړیوالۍ ډیپلوماسۍ (منځګړتوب، سولې او ټیکاو) په برخه کې څه باندې ۳۰ کلنه تجربه لري او د افغانستان په ګډون په اسیا، اروپا، افریقا او لاتینې امریکې کې د ملګرو ملتونو په ماموریتونو کې د کار تجربه لري.

دښاغلی ارنولټ تر ټولو وروستی ماموریت د سرمنشي لخوا د کولمبیا د سولې د خبرو اترو استازیتوب او له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۸ کلونو پورې د کولمبیا لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی پاته شوی. هغه همدارنګه د ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۰ ترمنځ د بولویا هیواد لپاره د سرمنشي شخصي استازی وو.

ښاغلی ارنولټ د Sorbonne Paris 1 پوهنتون له فلسفې برخې فارغ شوی او له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۴ کلونو پورې یې د پاریس د نړیوالو چارو په پوهنتون کې د پروفیسر په توګه دنده ترسره کړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه