یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونه لویو لارو به له باج اخیستونکو سره قانوني جدي چلند ترسره شي

 لویو لارو به له باج اخیستونکو سره قانوني جدي چلند ترسره شي

 لویو لارو به له باج اخیستونکو سره قانوني جدي چلند ترسره شي

ویب ډیسک

د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي پرون د کندهار – زابل پر لویه لاره د امنیتي وضعیت د ارزونې سربېره، پر یاده لویه لار له بار وړونکو موټرو د باج اخیستنې موضوع له نږدې وڅارله.

محمدمسعود اندرابي د کندهار او کلات ښارونو پر غځېدلې لویه لاره د بار وړونکو موټرو له چلوونکو سره وکتل او د دوی ستونزې او اندېښنې یې واورېدې. ښاغلي اندرابي همداراز پر یاده لویه لار له امنیتي پوستو هم لیدنه کړې او اړونده مسوولینو ته يې په چارو کې د مسلکي چلند او د ځايي خلکو د رضایت د ترلاسه کولو سپارښتنه کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر د بار وړونکو موټرو چلوونکو ته ډاډ ورکړی، چې پر لویو لارو به د فساد او باج اخیستنې مخه په کلکه نیسي او په دې برخه کې به له سرغړوونکو سره قانوني جدي چلند ترسره شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه