ویب ډیسک
په مسکو کې د افغان سولې په تړاو له پیلېدونکې ناستې سره همهاله د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوې مرکه کې د انتقالي حکومت د جوړېدو تګلارې هر کلی کړی دی.
کرزي ویلي دي چې یوازې دوه لارې شته، یو دا چې طالبان له اوسني حکومت سره یو ځای شي او یا هم د یوه لنډمهاله حکومت جوړښت چې د طالبانو ګډون ته پکې زمینه برابره شي.
حامد کرزي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې بهرني او افغان لوبغاړي باید پرې نږدي چې په افغانستان کې د سولې اوسنی فرصت له لاسه ووځي.


