د سند عالي محکمې د افغان طبي زده‌کوونکو د ستنولو پرېکړه وځنډوله

0
24

د سند عالي محکمې د پاکستان طبي او غاښونو شورا هغه لارښوونه تر راتلونکې اورېدنې پورې ځنډولې چې له مخې یې په پاکستان کې پر زده‌کړو بوخت افغان طبي زده‌کوونکو ته افغانستان ته د ستنېدو امر شوی و.

د دوو قاضیانو یوې محکمې، چې مشري یې قاضي عدنان الکریم مېمن کوله، دا پرېکړه د درېیو افغان زده‌کوونکو له لوري د ثبت شوې عریضې له اورېدو وروسته کړې ده.

د پاکستان طبي او غاښونو شورا د سپټمبر په لومړۍ نېټه په یوه خبرتیا کې په پاکستان کې له طبي زده‌کړو بوخت افغان زده‌کوونکو ته د افغانستان د ستنېدو لارښوونه کړې وه. په خبرتیا کې د روان ښوونیز کال لپاره په طبي او غاښونو پوهنځیو کې د افغان زده‌کوونکو پر نوې شاملېدو او ځای پر ځای کېدو هم بندیز لګېدلی و.

د سند عالي محکمې د قضیې اړوندو ادارو ته خبرتیاوې ورکړې او د راتلونکې اورېدنې نېټه یې د سپټمبر ۲۹مه ټاکلې ده. محکمې ویلي چې تر هغې نېټې پورې به یادې لارښوونې ځنډول شوې وي او د عریضه کوونکو پر وړاندې به هېڅ جبري اقدام نه کېږي.

درې واړه زده‌کوونکي د علامه محمد اقبال د بورسونو له پروګرام څخه ګټه اخلي او د کراچۍ په ډاو پوهنتون کې د طب زده‌کړې کوي. د عریضې له مخې، ټاکل شوې چې هغوی د ۲۰۲۷ کال په اپرېل کې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي او د زده‌کړو تر مودې پورې معتبرې پاکستانۍ ویزې هم لري.

زده‌کوونکو په خپله عریضه کې ویلي چې د دوی د ستنولو پرېکړه د پاکستان د اساسي قانون له یو شمېر مادو سره په ټکر کې ده. دوی په ځانګړي ډول د ژوند، آزادۍ، انساني کرامت، عادلانه قانوني بهیر او برابر چلند حقونو ته اشاره کړې ده.

په عریضه کې همداراز ویل شوي چې د ښځینه زده‌کوونکو افغانستان ته ستنول به د هغوی پر زده‌کړو او مسلکي راتلونکي جدي اغېز وکړي.

زده‌کوونکو له محکمې غوښتنه کړې چې هغوی ته په پاکستان کې د طب زده‌کړو د دوام، عملي زده‌کړو، د پوهنتون په لیلیه کې د اوسېدو او ازموینو ورکولو اجازه ورکړل شي او داسې اقدام دې ونه شي چې د هغوی د زده‌کړو د بشپړېدو مخه ونیسي.