ویب ډیسک
ناڅرګندو وسله والو د پاشدان بند پرامنیتي ساتونکو برید کړی او دری تنه یې وژلي دي .
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ویاند وایي، نن سهار ناڅرګندو وسله والو په هرات کې د پاشدان بند پرساتونکو برید کړی،چې له امله یې د دې بند دری ساتونکي وژل شوي، یوکس ټپي دی او دری نور لادرکه دي.
مسوولان وایي،د دې بند د رغونې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوي دي.


