یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزلمي خلیلزاد د دایمی اوربند د ټینګښت د هڅو په موخه کابل...

زلمي خلیلزاد د دایمی اوربند د ټینګښت د هڅو په موخه کابل ته رسیدلی

ویب ډیسک
په کابل کې د امریکا سفارت وایي،د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی به د خپل سفر په ترڅ کې په افغانستان کې د دایمي اوربند د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.
د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي،زلمی خلیلزاد به د خپل سفر په ترڅ کې افغانستان، دوحې او د سیمې نوروهیوادونو ته هم سفر وکړی.

د سفارت په اعلامیه کې ویل شوی،چې خلیلزاد به د افغان سیاسی مشرانو او طالب استازو سره په خبرو کې په افغانستان کې د یوه سیاسی توافق په اړه،چې د یوه دایمي اوربند سبب شي بحث او خبرې وکړی.
بل لور ته د زلمي خلیل زاد کابل ته د رسیدو وروسته په سیپدار ماڼی کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له زلمي خلیلزاد سره ولیدل

پدې لیدنه کې دواړه خواوو د سولې په خبرو اترو، د امریکا متحده ایالاتو د نوي حکومت له لوري د سولې خبرو اترو او هوکړې په بیاکتنې، د سولې خبرو اترو په چټکېدو، په دوحه کې د سولې خبرو اترو پر دویم پړاو، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د سولې خبرو اترو کې د پرمختګ پر لارو چارو او د یوې تلپاتې سولې په ټنګښت بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

اړه لرونکي ليکني

جواب ورکړه

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه