یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان مشرانو جرګې ټاکنې د آزادو رایو په واسطه نه بلکه...

د پاکستان مشرانو جرګې ټاکنې د آزادو رایو په واسطه نه بلکه د پټو رایو لخوا ترسره شی.

د دوشنبه په ورځ ، د پاکستان د سترې محکمې یوه بینچ د مشرانو جرګې په هکله د څلورو نه یو اکثریت لخوا پریکړه وکړه چې د مشرانو جرګې ټاکنې د آزادو رایو په واسطه نه بلکه د پټو رایو لخوا ترسره شی.

د پاکستان ټلویزیون په وینا ، د دې بینچ یو غړی یحیی افریدي له دې پریکړې سره موافق نه و.

سترې محکمې وویل چې د ټاکنو کمیسیون باید د ټیکنالوژۍ په ګډون د ټولو سرچینو په کارولو سره ټاکنې ترسره کړي. د ټاکنو کمیسیون مکلف دی چې د اساسي قانون سره سم ټاکنې ترسره کړي. پرېکړه لیک کې راغلي چې ستره محکمه لا دمخه حکم کړی چې په ټاکنو کې محرمیت حتمي نه دی.

دا یوه لنډه پریکړه ده ، یوه مفصله پریکړه به وروسته خپره شي.

د تحریک انصاف ګوند د دې پریکړې هرکلی کړی.
یاد دې وی چې دریم مارچ باندې د پاکستان د مشرانو جرګې ټاکنې ترسره کیږی ـ په دې هکله بیلا بېلو ګوندونه خپلې هلې ځلې پیل کړئ ـ خو بل لور ته په پنجاب ولایت کې دا ټاکنې پرته له کومې مقابلې سر ته رسیدلې ـ
یاد ایالت کې د مسلم لیګ نواز ګوند، تحریک انصاف او د مسلم لیګ ق له لورې په شریکه خپل سناټوران ټاکلي ـ

اړه لرونکي ليکني

جواب ورکړه

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه