یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهساینسپوهان وایي چې کنځلې کول ګټه لري!

ساینسپوهان وایي چې کنځلې کول ګټه لري!

ویب ډیسک

که څه هم کنځلې کول د هر انسان په نظر یوه بده کړنه ده او ټول خلک یې بده مني، خو اوس مهال ساینسپوهانو ددې ناوړه عادت په اړه څیړنه کړي.

د Massachusetts College of Liberal Arts څېړونکو ویلي دي، چې کنځلې کول ډېره ګټه لري، دوی زیاتوي چې کنځلې کول د یو شخص د ځیرکتیا او تخلیقي وړتیاوو څرګندونه کوي او هغه کسان چې کنځلې کوي د ډېرې انرژۍ لرونکی ګڼل کېږي، چې بیا یې له سخت څخه د سخت تکلیف په برداشت کولو کې مرستندویه تمامېږي.

په څېړنېزو پایلو کې دا هم ویل شوي، چې کنځلې کول د ایماندارۍ نښه هم ګڼل کېږي، ځکه چې په دې سره د رښتینو جذباتو اظهار ترسره کېږي.

دغه راز ویل کېږي چې بد ژبه یا بد الفاظ کارول د مازغو ښي خوا متحرکه ساتي، چې دې برخې ته یې تخلیقي مازغه ویل کېږي.

د څېړونکې ډلې مشر او د ارواپوهنې استاد ټموتي جی وایي، چې د کنځلو کولو ګټې بې شمېره دي، چې دوی له تېرو دوه کلنو څېړنو په پایله کې لاسته راوړي.

دغه راز نوموړی وایي، چې له دې وړاندې څوک د کنځلو د کولو له ګټو نه ول خبر او د ځینو کنځلو ګټې بیا داسې وي چې موږ بیا هغه ګټو ته انقلابي ګټې وایو.

اړه لرونکي ليکني

جواب ورکړه

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه