زاهد الله زاهد
ويل کېږي که مو د حکمت خبره له هر چا واورېده نو د خپلو ياداشتونو برخه يې وګرځوئ. هم دا راز مې په سياسي مطالعه کي د لينن يوه زرينه کرښه تر سترګو سوه. د لينن په وينا ” د سماجي انقلاب له مخې فکري انقلاب راوستل اړين دی.”
په پښتو کي فکري روزنه ٬ پوهه او د سياسي پوهې لومړي پړاؤ ته فکري بيداري ويلای سو. په پښتنو سياسي غړو کي يو نيم که دا قناعت وکړي چې ګوا کې موږ فکري بيداري نه لرو ٬ نور ټول په فکري توګه ځان بيدار ګڼي نو بيا علت څه دی چې په سياسي ٬ فرهنګي ٬ کلتوري او ټولنيز ژوند په هر ډګر کښې په ډول ډول کشالو کي ښکېل يو؟ دا پوښتنه تحليل ته اړتيا لري.
زه ځيني بېلګي په لاندې ټکو کي را اخلم ٬
۱: د کلي يا کور سپی که يواځې څوک وداړي نو ټول کليوال به هغه سپی له کور کلي وباسي خو که يو څوک په ښکاره انسان ووژني هغه ته بيا احترام لرو. له وېري څخه يې له کلي نه سو پسې اخيستی خو احترام بيا ولي ورته لرو؟
۲: خپل وطن مو له پرديو ډک دی خو که يو پښتون ځوان مشر په خپل وطن کي له يوه ولسوالۍ بلې ولسوالۍ ته ځي نو په لار کي بنديزونه او خنډونه ورته جوړېږي خو څوک باک هم نه پرې کوي!
۳: د پښين څخه موسی خېل ته کوم يو پښتون سفر کوي نو په لاره کي خړ پړ کليوال پښتانه يې د موټرانو راکښته کړي وي په اوږدو اوږدو کتارونو کې درولي وي او تلاشي پکښي کوي. تلاشي هغه څوک پکښي کوي چي د ترهګرو په لټون پسي راغلي دي خو اصل کي د پښتانه شتمنيو لوټلو او ملي روحيه ځپل او وژل يې هدف دی کنې د سوات جانغوزو د ځنګلونو قبضه کول ٬ د شاهرګي او هرنائي د کوئلې پر هالج يا کانونو باندي په بدمعاشي ماليه اخيستل ولي رياستي ترهګري نه ده؟
۴: پاکستاني دولت د انجمن ترقي پسند مصنفين د هلو ځلو مخه نيولو په خاطر په کال ۱۹۵۰ کي اسټبلشمنټ انجمن اسلامي ادب جوړ کړو چي هدف يې رياستي ملا ازم ته په ادب کي تقويت ورکول وو. بدبختانه زيات زيان يې پښتو ادب ته واړولو. په نتيجه کي دا شرارت دومره موثر سو چي لويه طبقه پښتانه په تبليغي جومات کي روان سو د ګورکي او تره کي صيب د ناولو په ځای اوس په خوند خوند د سبحان الله په نارو کي د نسيم حجازي ناولونه لولي ٬ “د قبر عذاب ” لولي او ” د واده لومړۍ شپه ” غوندي کتابونه لولي. اوس نورې نمونې هم چاپ کړل سوي دي ٬ “اوجھڑی کا مسلہ / د لري مسائل ” او “استنجاہ کے مسائل / د استنجاه مسائل.”
۵: د يو کردش ليکوال افي موسي وينا ده ٬
” If my mother tongue is shaking the foundations of your state , is probably mean that you built your state on my land.”
ژباړه : که چيرته زما مورنۍ ژبه ستا د رياست بنسټونه لړزوي ٬ نو د دې مطلب دا شو چي تا ستا رياست زما په مځکه جوړ کړی دی.
د نړۍ ټول قامونه په خپله مورنۍ ژبه کي سبق وائي خو پښتانه يواځينی قام ده چي لومړۍ يوه پردۍ ژبه زدکوي بيا په هغه ژبه کي زدکړي کوي ٬ دلته کلنو تېر وي او اکثريت وګړي د درس د اساسي حق څخه محروم پاته سي. دومره لوی توپير شتون لري خو څوک هيڅ نه وائي!
۶: شمالي افريکې ليکوال “بيشوپ ډيسمونډ چچو”وينا ده٬
“When the missionaries came to Africa they had the Bible and we had the land. They said let us pray. We closed the eyes. When we opened them we had the Bible and they had the land.”
ژباړه : کله چي عيسائي مبليغين افريکې ته راغلو ٬ دوی بائبل درلود ٬ موږ خاوره او وطن درلود. دوی ويل راځئ چي خدای ياد کړو او دعا وکړو ٬ موږ په پټو سترګو خدای ياداوه چي رڼې مو کړلې دوی خاوره او وطن درلود ٬ موږ بائبل.
پښتانه شتمن وطن لري خو د روزګار لپاره پنجاب او بهر ته ځي ٬ پښتانه د اباسين رود په غاړه له خدايه د باران دعا کوي. په پښتونخوا کي په دولتي څوکيو د پنجاب وګړي وظيفه اجرا کوي خو پښتانه د تعليم سند په لاس يوې بلي خوا ګرځي. موږ دا هر څه وينو خو نه يې وينو مطلب په رڼو سترګو ړانده يو.
۸: که پوښتنه وکړې چي جنت ښه دی که فارس نو هرو مرو به ځواب درته ملاؤ سي چي جنت ښه دی نو بيا چي دغه پوښتنه څوک له هغو طبقو وکړي څوک چي پردي ځامن جنت ته لېږي او خپل ځامن فارس ته نو سم دستي د کفر فتوا سره مخ کېږي. دا هر څه زموږ د قامي ژوند برخه دي خو څوک يې پوښتنه نه کوي.
د لينن د خپلي سياسي تګلاري او کړنلاري په باور يوه مشهوره قول ده٬
“Give us the child for 8 years and it will be a Bolshevik forever.”
ژباړه : ماته يو ماشوم د ۸ کلو لپاره راکړئ ٬ هغه به پاته ټول عمر بالشويک وي.
آيا موږ پښتانه د خپلي قامي سياسي تحريک په کړنلاره او تګلاوره دومره باوري يو مطلب موږ په خپل قامي مرام کلئير يو که يا يو څه وخت خو ښه منډي کي وهو خو وروسته بيا په تبليغ ولاړ سو.
د دې پورتني ټکو په ډول بلها نوري بېلګي هم سته خو د دې ټولو کشالو د حل کولو لپاره لومړۍ فکري بيداري اړينه ده بيا عملي ګام. د پښتانه قام زياتره بدبختۍ د ډيورنډ ناوړه کرښې له کبله زېږېدلي دي خو د دې کشالو څخه د خلاسون لپاره د پښتنو فکري بيداري لومړۍ پړاؤ ثابت کېدای شي.
د ډيورنډ کرښې په اړه د وتلي ليکوال او شاعر ډاکټر لياقت تابان صيب وينا ده وای
” که چيري موږ پښتانه استعمارګرو سره وېشلي نه وای او په امن کي پاته سوي وای نو د نړۍ تر ټولو ګران بيه ويزه به زموږ د وطن وای.”
د فکري بيداري په موخه پښتون مترقي ليکوال او شاعر عصمت الله زهير صيب يو زيار کښلی او په ياد موضوغ يې يو کتاب مرتب کړی. د سياسي غړو لپاره دغه اثر د مطالعې او فکري بيداري بنسټ ثابت کېدای شي.
مرګ ته يې پيدا کړو د حيات په بهانه
اوس به حيات ګورو د ممات په بهانه
خپله دينداري لکه دانه په دام کې کيږدي
وخوري هندوستان د سومنات په بهانه
=


