یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحامد کرزي نړیوال هوایې ډګر، خوست، پکتیا، آقینې او کندز ګمرکونو د...

حامد کرزي نړیوال هوایې ډګر، خوست، پکتیا، آقینې او کندز ګمرکونو د کمیشنکارانو یوزرونه بندیږي

ویب ډیسک

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په ګمرکونو کې د کمیشنکارانو د یوزرونو بندیدو په لړۍ کې د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ چې د غویې/ثور میاشتې ۱۶ مه نېټه کیږي، د حامد کرزي نړیوال هوایې ډګر، خوست، پکتیا، آقینې او کندز ګمرکونو د کمیشنکارانو یوزرونه بندوي.
د ګمرکونو لوی ریاست له هغو سوداګریزو شرکتونو څخه چې د یادو ګمرکونو له لارې واردات او صادرات لري، غوښتنه کوي چې د توکو په طی مراحلو کې له ځنډ څخه د مخنیوي په موخه ژر تر ژره د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی ریاست د روانې غویې میاشتې په لومړۍ نېټه هم د هیواد د یوولسو ګمرکونو (پکتیکا، بدخشان، ډنډ پټان، غلام خان، پست پارسل، کنړ، تخار، شیرخان بندر، د کندهار، بلخ و هرات هوایې ډګرونو) د کمیشنکارانو یوزرونه بند کړل.

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له ټولو سوداګریزو شرکتونو څخه غوښتنه کوي چې د سوداګریزو توکو په ګمرکي طی مراحلو کې له ځنډ څخه د مخنیوي په موخه ژر تر ژره د ګمرکونو لوی ریاست له ویب سایټ څخه د یوزر جوړولو فورمه ترلاسه او له ډکولو وروسته یې له خپلو معتبرو سندونو( اصلي تذکره، د شرکت جواز او د تشخیصیې نمبرTIN ) سره یو ځای د هیواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته مراجعه وکړي او د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه