ویب ډیسک
د پښتونخواه ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزئی په کرک کې یوې دینی مدرسې د وینا په مهال وویل چې
نبي کريم ص چي کله جنګ بدر ته روان شو په لاره کي څه کسان ځینې پاته شول خو بيا هم ده غزوه بدر ده سره پاتو کسانو وګټلو
ښاغلی اڅکزئی زیاته کړه چې موږ اولسواکی لپاره جوړ کړي دي که څوک ملګري کوي او که نه خپله خوښه ده خو پښتونخوا پارټي او مولاناصاحب ده دي جنګ کولو نيت او ارادي کړي او انشاالله موږ به کاميابي ترلاسه کوؤ ـ موږ مولاناصاحب او باچاخان پخوا ټوله د يوه ګوند وو خو بيا داسي د اختلافاتو نقطي راغلي چي موږ سره بیل شولو ـ
اوس هم يووالي ته اماده يو خو دا به وي چي هر چا ماضي کې غلطي کړي وي هغه به بخښنه غواړي ـ
محمود خان اڅکزئی وویل چې الله قران کي فرمايي چي يوانسان ناحق وژل د ټول انسانيت د وژلو برابر ده ـ او داسې ده یوه انسان ژوند ژغورل ټول انسانيت ژغورل دي ـ
هغه زیاته کړه الله پاک قران پاک کي فرمايي چي »لا اقرا في الدين« چي په دين کي زور نسته!
بل ځاي فرمايي چي هغه ځاي په ډبرو مه ولي چي زما نوم پکې ياديږي ـ
او بيا فرمايي چي د بل خدايانو ته شکنځل مه کوئ داسي نه وي هغه ماته شکنځل وکړي!
موږ نړيوالو ته په ډاګه وايو چي زموږ د خټو په مسجد غرض مه لري موږ به ستاسو په ګيرجه مندر او سيني ګاګ کار نه لرو.
زما په ږيره او پټکی پورې مه خانده ستا پتلون باندي به زه غرض نلرم.
هغه وویل موږ نړي کي د يو سيال قوم په صفت ژوند کول غواړو موږ ترهګر نه بلکه د ترهګري ښکار يو د خپلې خپلواکۍ هيڅ چا ته نه تيريږو.


